خبرونهامنیت

په بدخشان کې امنیتي غونډه جوړه شوه

کابل / د مرغومي / ۲۳ / باختر

د بدخشان ولایت مرستیال او سرپرست مولوي نثاراحمد احمدي په مشری امنیتي غونډه پرون په دغه ولایت کې جوړه شوه چې د دغه ولایت د مرکز او ولسوالیو پر مهمو امنیتي موضوعګانو خبرې اترې وشوې.

د بدخشان ولایت مرستیال او سرپرست مولوي نثاراحمد احمدي باخترآژانس ته وویل چې په دې غونډه کې زیاتره د بدخشان د سرحدي ولسوالیو پر امنیتي موضوګانو ټینګارشوی دی.

د بدخشان د اطلاعاتواو فرهنګ رییس معزالدین احمدي وویل چې ټاکل شوې ده د بدخشان ولایت د مرستیال او سرپرست په لارښونه د دغه ولایت د استیناف محکمې د ریاست په ګډون له اړوندو څلورګونو اداروڅخه هیئت اشکاشم ، شغنان او مایمي ولسوالیوته سفروکړي او د دغو ولسوالیوامنیتي ستونزې وڅېري او وروستۍ غونډه کې وړاندې کړي چې وروسته به پرې تصمیم ونیول شي.

هغه وویل چې مولوي نثاراحمد احمدي کشفي او امنیتي ادارو ته لارښونه وکړه چې د دغه ولایت د اوسېدونکو د امنیت د تامینولو لپاره له هیڅ راز هلوځلوڅخه ډډه ونه کړي چې زموږ بېوزلي او ځورول شوي خلک په آرامه توګه خپلو ورځنیو کارونو ته رسيدګي وکړي.

ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته