ټولنه

په بدخشان کې د اوبولګولو يو کانال پرانيستل شو

کابل / د وږي ۲۹مه / باختر
په بدخشان کې د اوبولګولو يو کانال د بيارغاونې کار بشپړ شو او پرون ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د باختر آژانس د سيمه ييزخبريال د خبر له مخې؛ د بدخشان د والي مرستيال مولوي نثاراحمد احمدي د دغه کانال د پرانيستلو په وخت کې وويل چې الله (ج) په قرآن کريم کې اوبه د ژوند د مادې په توګه یاده کړې ده او انسانان بايد د دغه ستر الهي نعمت شکر پر ځاى کړي.
هغه زياته کړه چې د اوبو دغه کانال چې د فيض آباد ښار په شپږمه او اوومه ناحيه کې ځمکې خړوبوي، ۲۰ ورځې مخکې د کوکچې په سيند کې د دغه کانال د دېوال د چپه کېدو له امله د بدخشان د مرکز فيض آباد ښار د شهيدانو دښتې پورې اړوند په زرګونه جريبه ځمکې او بڼونو اوبه بندې شوې دي چې د سيمې د خلکو او د اسلامي امارت د مسوولينو په همکارۍ دغه کانال ترميم شو.
ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته