فرهنګ

په بدخشان کې د خیاباني کتاب اوونیز نندارتون جوړ شو

کابل د سلواغی / ۵ / باختر
د قاضی زاده کتب انتشارت د بدخشان په مرکز فیض آباد ښار کې له خصوصي پوهنتون سره په همغږی کې ( ملت های که کتاب نمیخواند زندان های بزرګتری دارند ) ترنامه لاندې نندارتون جوړ کړ.
د باختراژانس سیمه ییزخبریال د خبرله مخې، د کتاب د خیاباني نندارتون یوتن جوړونکی احمد نبیل قاضی زاده وویل چې د کتاب د خیاباني نندارتون د جوړولو موخه د ځوانانو د استعدادونو وده او د دوي مينه کتاب لوستل بلل شوی دی.
د هغه د څرګندونوله مخې، په دې نندارتون کې په سیاسي، ټولنیز، اقتصادي ، فرهنګي ، دیني او داستان په برخوکې څه پاسه زر ټوکه ډول ډول کتابونه د یوې اوونۍ لپاره د برنا له لوړو زده کړو موسسي سره په همغږی کې نندارې ته اېښودل شوي دي.
د بدخشان د اطلاعاتواو فرهنګ رییس معزالدین احمدي له دغه نندارتون څخه د کتنې په وخت کې وویل چې د اسلامي امارت مجاهدین د کتاب مطالعې ته ځانګړې علاقمندي لري او تل د دغو پروګرامونو د ترسره کولو ملاتړکوي.
ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته