ټولنه

په بدخشان کې د دریو پرمختیایی پروژو کار بشپړ شو

فیض اباد / د غویی / ۲۰ / باختر
د بدخشان د ښار جوړولو او اراضیو ریاست په دغه ولایت کې د دریو پرمختیایی پروژو کار د بشپړېدو خبر راکړ.
د بدخشان د ښار جوړولو او اراضیو رییس عبدالواجد باختر اژانس ته وویل: په دغو پروژو کې درې ښونځي شامل دي چې د ارګو ، د کوز یفتل او د بدخشان د راغستان په ولسوالیو کې د ۷۷ ميلیونو افغانیو په لګښت د ښار جوړولو او اراضیو وزارت له بودجې جوړ شوي دي .
هغه وویل چې د دغو ښونځیو نوې ودانۍ ډېر ژر ګټې اخیستنې ته سپارل کېږي .
پای / سعیده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته