امنیت

په بدخشان کې د طالبانو بريد په شا وتمبول شو

۳۲- کابل / د سلواغې لومړۍ / باختر
په بدخشان کې د وسله والو طالبانو برید تېره شپه په شا وتمبول شو او د دې ډلې درې غړي ووژل شول.
د٢١٧ پامیر قول اردو د مطبوعاتي دفتر مسوول هادي جمال باختر آژانس ته وویل چې افغان پوځيانو د بدخشان په وردوج ولسوالۍ کې پر امنیتي پوستې د وسله والو طالبانو برید په شا وتمباوه.
جمال زیاته کړه چې په پېښه کې درې وسله وال طالبان ووژل شول او څلور نور یې ټپیان شول او د دوو طالبانو مړي د جګړې په سیمه کې پاتې دي.
پاى \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته