امنیت

په بدخشان کې د لاجوردو ډبرې ضبط شوې

کابل /د تلي ٧مه /باختر
د اسلامي امارت مجاهدينو په بدخشان ولايت کې پرون ٢٥ ټنه د لآجوردو ډبرې ضبط کړل.
د باختراژانس د خبرله مخې؛ د افغانستان د اسلامي امارت وياند او د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت د خپرونو د چارومعين ذبيح الله مجاهد وايي چې د اسلامي امارت مجاهدينو په بدخشان ولايت کې په کشفي عملياتوکې د ٢٥ ټنو لاجوردو د قاچاقو مخه ونيوله.
مجاهد زياته کړه چې د دغولاجوردو د قاچاقو په اړوند درې تنه نيول شوي دي.
-ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته