کابل / د وري ۲۸ باختر
د بدخشان د پوهنې ریاست د ساینس مرکزمدیریت په فیض آباد ښارکې د دغه ولایت د ښوونځیو د پنځه سوه زده کوونکو نجونو او هلکانوڅخه د ریاصیاتو نړیواله آزموینه واخیستله .
د بدخشان د پوهنې رییس ډاکټر روح الله محقق باخترآژانس ته وویل چې په دغه نړیوال سیالۍ کې د دغه ولایت د مرکزي حوزې له ښونځیوڅخه ۵۰۰ زده کوونکو نجونواو هلکانو ګډون کړي و.
هغه وویل چې دغه سیالۍ د ریاضیاتو په برخه کې د لایقو زده کوونکو د پېژندلو لپاره د نړۍ په یو شمېرهېوادونواو ټول افغانستان کې اخیستل کېږي.
د یادونې وړ ده چې د دغې آزموینې نتیجه راتلوونکې اوونۍ کې اعلامېږي.
پای-ع
1 د یوې دقیقې څخه لږ