کابل / د کب ١٤مه / باختر
په بدخشان کې پرون مازيګرد یو موټر د چپه کېدو له امله څلور تنه ووژل شول.
په فيض آباد ښارکې د دروازونو استازي انجينرمحمد دين خواهاني باختر آژانس ته وويل: دغه موټر د شهر بزرګ ولسوالۍ په آويز سیمه د دروازونو له حلقوي سرک څخه ووت او په سيند کې ډوب شو چې په پايله کې ٤ تنه ووژل شول.
هغه وویل په دې په پېښه کې ٣ نور کسان ټپیان شول.هغه زیاته کړه دغه پېښه د زياتو اورښتونو او د موټر چلوونکي د بې پروايي له امله رامنځته شوه.
پاى \ ذ