ټولنه

په بدخشان کې لسګونو کورنیو مرستې تر لاسه کړې

فیض آباد/ دوري۲۲/ باختر
پېښو ته د رسیدګۍ په چارو کې د دولت وزارت نن د بدخشان د پامیرونو په ولسوالۍ کې خوراکي توکي ،جامې او نغدې پيسې ووېشلې .
پېښو ته د رسیدګۍ په چارو کې د دولت وزارت ،د نړیوالو اړیکو رییس عمر محمدي باختر آژانس ته وویل چې په دغو مرستو کې اوړه ،وریجې، تور او شین چای، بوره، لوبیا، بیسکویټ،روغتیایي بستې، درمل، جامې او ۵۰ زره افغانۍ نغدې پيسې شامل دي چې په هرې بې وزلې کورنۍ ووېشل شوې.
دا په داسې حال کې ده چې څه موده مخ کې هم پېښوته درسيدګۍ په چاروکې د دولت وزارت کوچني پامير په ۱۷۰ اړو کورنیو مرسته ووېشله .
پای شکریه

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته