ټولنه

په بدخشان کې يوسړک له قيرکولو وروسته پرانستل شو .

کابل/ دليندې ١١مه / باختر :
دبدخشان په مرکز کې ديو سړک دجوړولواو قيرکولو کار پاى ته ورسېد .
دغه سړک  دپنځو کيلومترو په اوږډوالي او دپنځومترو په سورسره  دنړيوال بانک له خوا  داته نوي ميليونه افغانيو په لګښت دکليو دبيا رغاونې او پرمختيا وزارت دکليوالي لارو دجوړولو دپروګرام له خوا  جوړ اوقير شوى دى .
ددغه سړک په جوړولو اوقير کولو سره  دمسافرانو او دبدخشان خلکواو دتجارتي کاروانونوپه تګ راتګ کې اسانتياوې برابرې شوي دي .
دکليو دبيا رغاونې اوپرمختيا وزير  مجيب الرحمن کريمي ددغه سړک دپرانستلو په وخت کې وويل چې خلکو ته داسانتياو دبرابرولو په خاطر په بدخشان کې په لسګونو سړکونه جوړ اوقير کېږي.
دبدخشان والي  محمد ذکريا سودا باختراژانس ته وويل هلې ځلې کوي چې دحکومت  او دنړيوالو مرستندويو بنسټونو په مرسته دبدخشان په ځينو سيمو کې په لسګونه سړکونه  جوړ او قير کړي .
  ختم_ج _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته