ټولنه

په بدخشان کې يو پل ګټې اخيستنې ته وسپارل شو

کابل/ د وږي٢٢مه / باختر
د بدخشان په فيض آباد کې يو کيبلي پل له ترميم وروسته پرون ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.
د باخترآژانس د خبرله مخې: د بدخشان د اطلاعاتو اوفرهنګ رييس معزالدين احمدي وويل: دغه پل چې د شهيدانو دښته د فيض آباد له نوي ښار سره نښلوي، دوه مياشتې وړاندې د پليو خلکو دغيرمعياري استفادې له امله زيانمن شوى و، د آغا خان بنسټ د سيمه ييز دفتر په مالي مرسته ترميم شو.
هغه زياته کړه له دغه پل څخه په زرګونه کورنۍ ګټه اخلي.
د دغه پله د پرانيستلو پرمهال د والي مرستيال مولوي نثاراحمد او د سيمې يو شمېر مشرانو هم ګډون کړي و.
\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته