ټولنه

په بدخشان کې یوسلوشلو کسانو ته د کارزمینه برابره شوه

کابل / د وږي ۲۲ / باختر
د بدخشان د فیض آباد ښار ښاوالۍ د دغه ښار د پاکولو لپاره ۱۲۰ کسانوته د کارزمینه برابره کړه.
د فیض آباد ښارد ښاروالۍ یوه مسوول محمد اسماعیل باخترآژانس ته وویل چې دغه اداره دSFL شلیترفالایف موسسې په همغږی د ۴ ورځو لپاره د ښار د سړکونو د پاکولو په خاطر د خوراکي توکو په بدل کې ۱۲۰ کسانوته د کارزمینه برابره کړې ده.
هغه زیاته کړه چې د ښارپه ټولوسیمو کې د ۴ ورځو لپاره د پاکولوکاردوام لري.
د فیض آباد ښاراوسېدونکو د ښاروالۍ ریاست له کاراوفعالیت څخه خوښي څرګنده کړه او ویې ویل چې باید ټول اوسېدونکي د ښارد پاکولو په خاطرزیاته پاملرنه وکړي.
د افغانستان د اسلامي امارت له بریا وروسته د فیض آباد ښاروالۍ د خوراکي توکو د بیو او د ښارد پاکولو د څارنې په خاطرښه او ګټورپروګرامونه ترسره کړي دي.
ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته