اقتصاد

په بغلان ولايت کې ددوولسو پرمختيا يي پروژو د جوړ ولو کارپيل شو .

کابلباختردسرطان١٧
په بغلان ولايت کې ددولسو پرمختيا يي پروژو دجوړولو کار ددغه ولايت د والي له خوا پرا نيستل شو .
دبغلان د والي ويندوى محمود حقمل باختر اژانس خبريال ته وويل: په دغو پرو ژو کې ديوولسو ښوونځيو اود يوه روغتيايي کلينيک د ودانيو جوړول شامل دي . چې د المان په مالي مرسته اود اغاخان مرکز په همکاري ددوو مليونو شپږ سوه زرو امريکايي ډالرو په لګښت دده صلاح، بنو ، پل حصار ، دوشي ، خنجانو او ددهنه غوري په ولسواليو کې جوړيږي .
دبغلان والي سلطان محمد عبادي ددغو پروژو د کار دپيل په وخت کې دخبرو په ترڅ کې د المان ددولت د مالي مرستو اود اغاخان د مرکز د تخنيکي همکارۍ له امله قدرداني وکړه .
د المان دولت دهغو پنځلسو بنسټيزو پروژو د جوړولو کار په بغلان ولايت کې بشپړ کړى دى چې څلور مليونه امريکا يي ډالره لګيدلي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته