ټولنه

په بغلان کې اړمنې کورنۍ بشردوستانه مرستې ترلاسه کوي

کابل / د لیندی / ۱۷ / باختر
د ملګروملتوسازمان په بغلان کې له اړو کورنیو سره د مرستو د چمتووالي خبرورکړ.
د ملګرو ملتو د بشردوستانه مرستو د سازمان مسوول الکسیس بغلان ته په خپل سفرکې وویل چې دغه اداره ډېرژربه له زرګونو اړو کورنیو سره بشردوستانه مرستې وکړي.
دغه څرګندونې د اړو کورنیو دلاس نيوى په خاطرله مرستندویو بنسټونو څخه د بغلان د والي له بلنې وروسته وشوې.
د بغلان والي قاري بختیارمعاذ د ملګرو ملتو د سازمان له دغه مقام سره په کتنه کې وویل چې د بغلان د خلکو اقتصاد ښه نه دی او بشري مرستو ته اړتیا لري.
هغه په بغلان کې اړو کورنیو ته د زیاتو مرستوغوښتنه وکړه .
په شمال خیتځ زون کې د ملګرو ملتو د سازمان د بشردوستانه مرستو د ادارې مسوول پلخمري ښارته د خپل سفرموخه د بغلان خلکو ته د نړۍ د مرستوهمغږي کول وبلله .
هغه وویل چې ډېرژر په بغلان کې اړو کورنیو ته د مرستو بهیرپیلېږي.
د بغلان والي په دې کتنه کې ډاډ ورکړ چې په دغه ولایت کې اړو کورنیو ته د مرستې رسولوپه خاطرمناسب امنیتي بسترشتون لري.
ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته