خبرونهاقتصاد

په بغلان کې درې کيلومتره سړک پرانيستل شو

٣٩- کابل / د ليندۍ ٢مه /باختر
درې کيلومتره سړک له ويالو سره يې د فلول له کلي څخه د بغلان د بورکې ولسوالۍ تر هزاره ساحې پورې نن بشپړ او ګټې اخستنې ته وسپارل شو.
د کليو د بيا رغاونې او پرمختيا وزارت باختراژانس ته خبرورکړ دغه سړک د ٢٤ ميليونوافغانيو په لګښت د دغه وزارت د کليوالي لارو جوړولو د ملي پروګرام په همکارى بشپړ او ګټې اخستنې ته وسپارل شو.
دغه سړک څه د پاسه درې زره کورنى د لومړنيو خدمتونو له مرکزونو سره نښلولى دى.
ختم- ج – اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته