روغتیا

په بغلان کې دڅښاک دروغتيايي او بو دپنځلسو څاګانو دکيندنې کار پيل شو .

کابل باختر دليندي  نولسمه :
دبغلان ولايت په مرکز پلخمري ښار او دمرکزي بغلان  په ولسوالۍ کې نن دڅښاک دروغتيايي اوبو د پنځلسو څاګانو دکيندنې   کار پيل شو .
دبغلان ولايت دکليو دبيا جوړولو اوپراختيا رييس ديپلوم انجنير عبدالاول  وويل چې دغه څاګانې  دکليو دبيا جوړولو اوپراختيا وزارت له بودجې څخه دڅه دپاسه  دوه مليونه افغانيو او دخلکو په سلو کې دلسو  په وندې سره کيندل کيږي .
ددغو څاګانو په کيندنې  سره به ددغوسيمو دخلکو ستونزې لرې شي .
  ختم_ ف _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته