Uncategorized

په بغلان کې د اشغال د پاى ته رسېدو په مناسبت د مشاعرې غونډه جوړه شوه

کابل / د وږي ۲۹مه / باختر
د بغلان د اطلاعاتو او فرهنګ رياست پرون د هېواد د خپلواکۍ او له هېواده د بهرنیانو د اشغال د پاى ته رسېدو په مناسبت په دغه ولايت کې د مشاعرې غونډه جوړه کړه.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په هغې غونډه کې چې په همدې مناسبت د ملکي بنسټونو د مسوولينو، شاعرانو او ليکوالو په ګډون په پلخمري ښار کې جوړه شوه؛ د بغلان د اطلاعاتو او فرهنګ رييس د افغانستان د خپلواکۍ او په هېواد کې د اشغال د پاى ته رسېدو د مبارکۍ ترڅنګ په نننۍ ټولنه کې د شاعرانو د مقام او د ليکوالو د رول په اړه خبرې وکړې او له ليکوالو او شاعرانو يې وغوښتل چې د قلم په ژبه خلک يووالي او پيوستون ته راوبولي.
دغه راز مولوي لعل جان، مولوي خيرالله او يوشمېر شاعرانو او ليکوالو د موضوع په اړه خبرې وکړې او د هېواد له خپلواکۍ او اسلامي امارت څخه يې خپل ملاتړ څرګند کړ.
غونډه د هېوادنيو شعرونو او ترانو په لوستلو سره پاى ته ورسېده.
ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته