امنیت

په بغلان کې د امنتي بنسټونوملاتړوشو

کابل / غويي ۲۰ / باختر
د بغلان ځوانانوتېرماښام د قرآن عظیم الشان په ختم او د روژه ماتې په خوړوسره د امنیتي بنسټونوملاتړوکړ.
یو ځوان رومان صالح باخترآژانس ته وویل چې که امنیتي ځواکونه د خپل وینې په تویولوسره د خلکو له عزت او شرف څخه دفاع کوي ، موږ ځوانان په خپل فکر او قلم سره له دغو اتلانوڅخه دفاع کولوته حاضریو.
د بغلان د اطلاعاتواو فرهنګ رییس زکریا ناصري له دغو ځوانانوڅخه قدرداني وکړه او له خدای تعالی څخه وغوښتل چې د روژې د مبارکې میاشتې او د قرآنکریم د ختم په برکت په هېواد کې یوسراسري سوله راشي.
د بغلان امنیه قوماندان سمونوال سید اشرف سادات په سختوشرایطوکې د ځوانانوله ملاتړڅخه قدرداني وکړه او ویې ویل چې له امنیتي ځواکونوڅخه ملاتړ دوی ته انرژي او قوت ورکوي چې د دغه هېواد د دښمنانو پر وړاندې ولاړ وي.
د بغلان امنیه قوماندان ژمنه وکړه چې موږ حاضر یو خپله وینه تویه کړو خو دښمن ته اجازه نه ورکوو چې خپلوشومو اهدافوته ورسېږي.
دا په داسې حال کې دی چې د روژه ماتې پروګرام د بغلان په څو ولسوالیوکې ترسره شوې دي او ځوانانو د قرآن عظیم الشان له ختم او د روژه ماتې له خوړو وروسته د امنیتي ځواکونوترڅنګ یوه اندازه سوغاتونه هم دوى ته ورکړل.
پای-ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته