کابل/ د ليندۍ٧مه / باختر:
د بغلان د اطلاعاتو اوفرهنګ رييس مولوي اسدالله مصطفى هاشمي په مشرۍ نن د خبريالانو د کاري بهير د ښه والي او اطلاعاتو ته د لاسرسي د کمښت په اړه يوه غونډه جوړه شوه .
د باختر آژانس د خبريال د خبرله مخې: دغه غونډه د افغانستان د آزادو خبريالانو ټولنې په همکارۍ او په بغلان کې د رسنيو د مسوولينو او دولتي او آزادو خبريالانو په ګډون جوړه شوې وه د بغلان د آزادو خبريالانو د ټولنې مشرمحراب الدين ابراهيمي وويل، چې د دې کارموخه د خبريالانو د فعاليت ښه والى، او په خپل وخت له ننګونو سره مقابله او د معلوماتو شريکول دي.
د غونډې په پيل کې خبريالانو او د رسنيو مسوولينو په دغه ولايت کې د خبريالانو کاري ستونزې او اطلاعاتو ته د لاسرسي نشتوالى او په بغلان کې د خبري سرچينو نه شتون د جدي ستونزو په توګه ياد کړ.
په بغلان کې د ازادو خبریالانو د ټولنې ريیس محراب الدین ابراهیمي وویل چې په بغلان کې د خبریالانو د فعالیتونو ښه والی د ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د اسلامي امارت د مسؤلینو پر وخت معلوماتو او همکارۍ پورې تړلی دی او د دې ستونزې د حل غوښتنه یې وکړه.
دغه راز د بغلان د اطلاعاتو او فرهنګ رييس مولوي اسدالله مصطفى هاشمي د خبريالانو لپاره د ځينو کاري ستونزو د شتون د تاييدولو په ترڅ کې وويل چې د ولايتونو او ولسواليو په مرکزونو کې د پوهو او تجربه لرونکو کسانو په ګومارلو سره به دغه ستونزه ژر حل شي.
د بغلان د اطلاعاتو او فرهنګ رييس د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د خبريالانو د ګډ کور په توګه ياد کړ او ډاډ يې ورکړ چې د خبريالانو د کاري ستونزو په حل کې به له هيڅ راز همکاريو څخه ډډه ونه کړي.
\ ذ