روغتیا

په بغلان کې د درملو د دوو واردونکو شرکتونو او د لسو درملتونونوفعاليتونه بند کړاى شول

کابل /د لړم ١٠مه /باختر
په پلخمري ښار کې د درملو د واردونکو شرکتونو او درملتونونو د فعاليتونود څارنې کمپاين پيل شو.
د بغلان دعامې روغتيا رياست وياند عبدالله ملنګ د دغه کمپاين د ترسره کولوهدف د قانون تطبيقول ،د درملو د خدمتونو د وړاندې کولوښه والي وباله .
هغه زياته کړه په دې کمپاين کې د بغلان د ولايت ، د امنيې قوماندانۍ، ښاروالي اودعامې روغتيا رياست استازي شامل دي او بريالي شول چې د دغه کمپاين په لومړى ورځ د درملو دوه واردونکى شرکتونه او لس درملتونونه چې د فعاليت جواز يې نه درلود ، دهغوى فعاليتونه يې بند کړل.
د يادونې وړده چې د ټولو درملتونونو څيړنې بهير دوام لري.
-ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته