خبرونهاقتصاد

په بغلان کې د دوو کانالونو د غاړو د ټینګښت کارپیل شو

٤١- کابل / د لیندی ۱۰ / باختر
د بغلان په مرکزپلخمري ښارکې د دووکانالونود غاړو د ټينګښت کارنن پیل شو.
د بغلان ولایت سرپرست ذبیح الله احساس د دغه پروژې د پرانستلوپه وخت کې په خپل وینا کې وویل چې دغه پروژه د کرنې د پراختیا، د کرنیزو ځمکو د اړتیا وړ اوبه د برابرولوپه برخوکې د وزګارو خلکو لپاره مهم دی.
د بغلان د دریايي حوزې رییس آصف الله رحیمي وویل چې د پلخمري ښار د بالادوري کانال د غاړو د ټینګښت کارد المان د بي ام زیت موسسیې په مرسته د ۶۷ میلیونو افغانیوپه لګښت جوړشوی دی .
رحیمي زیاته کړه، د دغو پروژو د کار په بشپړېدوسره ۳۵۰ هکتاره کرنیزې ځمکې خړبېږي چې څه د پاسه څلویښت زره تنه په مستقیم او غیرمستقیم له څخه ګټه اخلي .
پای-ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته