اقتصاد

په بغلان کې د سمنټو د توليد سيستم بدلېږي

٣٠- کابل/د سلواغې ١٤مه /باختر
د ژوندانه د چاپېريال ساتنې د ککړتيا د مخنيوي په مقصد په پام کې دى چې په بغلان کې د سمنټو د توليد سيستم بدل شي.
د غور ي سمنټو د فابريکو رييس محمد طاهر عبادي باختراژانس ته وويل له مرطوب څخه وچې ته د سمنټو د توليد سيستم د بدلولو هدف د داشونو د لوګي د خپرېدو د ناوړو اغيزومخنيوى او د ژوندانه د چاپېريال ساتنې د ککړتيا مخنيوى دى .
هغه زياته کړه چې له مرطوب څخه وچې ته د سمنټو د توليد د سيستم بدلول د ملي پرمختيا شرکت د پروګرامونو يوه برخه ده چې د دغو دستګاو کې د لوګي د فلتر د نصبولو په پرتله اقتصادي دى .
د بغلان د ژوندانه د چاپېريال ساتنې رييس عين الدين کريمي د سمنټو په فابريکو کې د توليد د سيستم بدلول يوه اړتيا وبلله .
ويل کېږي د بغلان د غوري سمنټوفابريکې څلور داشونه لري .
ختم – ج-٠ اګرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته