امنیت

په بغلان کې د طالبانو بريدونه په شا وتمبول شول

کابل / د غويي ١۷مه / باختر
په بغلان کې امنيتي مسوولين وايي چې د بغلان په مربوطاتو کې په تېرو ٢۴ ساعتو کې له طالبانو سره د افغان ځواکونو په جګړو کې ۳۳ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
د کومانډو د لومړي لوا قوماندان ډګروال صفي الله محمدي د باختر آژانس سيمه یيزخبريال ته وويل چې په تېرو ٢۴ ساعتو کې په مرکزي بغلان، نهرين او دهنه غوري ولسواليو کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړو کې د څو قوماندانانو په ګډون ٣٣ وسله وال طالبان ووژل شول او ٧١ نور یې ټپيان شول.
هغه زياته کړه: طالبان له هغو ساحو څخه چې نيولې یې وې؛ په شا تمبول شوي دي او ډېر ژر به د طالبانو له خوا نيول شوې ساحې بيا د دولتي ځواکونو تر واکمنۍ لاندې راشي.
د بغلان والي محمدا کبر بارکزي د جګړې په ډګر کې د امنيتي او دفاعي ځواکونو د ميړانې او سرښندنې د قدردانۍ ترڅنګ د بغلان خلکو ته ډاډ ورکړ چې ډېر ژر به امنيت تامين شي.
خو د بغلان په ولايتي شورا کې د خلکو استازي بسم الله اتاش د پنځو امنيتي پوستو د سقوط او د دهنه غوري ولسوالۍ په بازار کې د کابو ۱۰ دُکانونو د سوځېدو خبر ورکړ او دغې ولسوالۍ ته يې د کومکي ځواکونو د استولو غوښتنه وکړه.
له بلې خوا د بغلان د امنيې قوماندانۍ وياند جاوېد بشارت د مرکزي بغلان، دهنه غوري او نهرين ولسوالیو زيانمنوونکو سيمو ته د کومانډو، ملي امنيت او د ملي اردو د ځانګړو قطعاتو د استولو خبر ورکړ او د لازمو امنيتي تياريو په خاطر يې د بغلان خلکو ته ډاډ ورکړ.
ختم- ج –ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته