خبرونهورزش

په بغلان کې د فوټبال د داورۍ ورکشاپ جوړ شو

٩- پلخمري / دلیندۍ / ۱۲ / باختر
په بغلان کې د فوټبال د داورۍ ورکشاپ جوړ شو.
دغه ورکشاپ د هېواد د فوټبال فدراسیون جوړ کړی دی او پکې ٢٥ ځوان داوران ګډون لري.
د افغانستان نړیوال داور حلیم اقا شیرزاد د دغه ورکشاپ ښوونکی دی.
هغه د باختر آژانس خبریال ته وویل چې په دغه ورکشاپ کې ځوان داوران ٥ ورځې د داورۍ د فوټبال د نویو لارو چارو قوانینو سره اشنا کیږي.
په بغلان کې د فوټبال لوبغاړي د دغه شان ورکشاپونو د جوړول او د دغې ورزشي څانګې په ودې کې ارزښناک بولي.
پای/ سعیده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته