TOPښوونه او روزنه

په بغلان کې د نجونو د ليسو لوست ژر پیلېږي

کابل / د تلې٢٠مه / باختر:
د بغلان د پوهنې رییس وايي چې په دغه ولایت کې به له اووم څخه تر دولسم ټولګي پورې د نجونو لوست ډېرژر پیل شي.
د بغلان د پوهنې رييس مولوي محمد نور عزيزي د باخترآژانس خبريال ته وويل:
په بغلان کې له لومړي څخه تر دولسم ټولګي پورې د نارینه زده کوونکو اود نجونو تر شپږم ټولګي پورې د زده کړې پروسه روانه ده، او په نږدې راتلونکي کې، د مناسب تعلیمي شرایطو د برابرېدو او د یو لړننګونو په حل کولو سره به له شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو زده کړې پیل شي.
عزیزي زیاته کړه چې د اسلامي امارت چارواکي هڅه کوي په هیواد کې د پوهنې وضعیت ښه کړي.
د بغلان د پوهنې رییس وویل چې ٣٥٠ زره زده کوونکي په ١٥ اداري او خصوصي واحدونو کې روزل کېږي چې 38 سلنه یې نجونې دي او د هغوی د لوست بهير د رسمي ښوونکو له لورې پرمخ وړل کېږي.
\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته