اقتصاد

په بغلان کې د هنډوانو او خټکیوحاصلات زیات شوي دي

کابل / د وږي ۱۷ / باختر
په بغلان کې د هنډوانواو خټکیوحاصلات سږکال د تېرکال په پرتله زیات شوي دي.
د بغلان د کرنې ریاست د خبري څانګې مسوول ولي امرخیل نن باخترآژانس ته وویل: سږکال په بغلان کې څه د پاسه ۷۵۰۰ هکتاره ځمکې په ساحه کې هنډوانې او خټکي کرل شوي وو چې څه د پاسه ۱۵۷ زره متریک ټنه هنډوانه او خټکي حاصلات ټول شوي دي.
امرخیل زیاته کړه چې د بغلان کروندګرو د هنډوانواو خټکیو په حاصلاتو کې د زیاتوالي علت د نویو میتودونو د ترجربو کسبول او په دغه ولایت کې له اصلاح شویوتخمونوڅخه استفاده بولي.
د پلخمري په ډنډغوري کې یوکروندګرغلام حسن رضايي د خپلوحاصلاتوله زیاتوالي څخه د خوښي په څرګندولوسره وویل: د خدای شکرپرځای کووچې امنیت تامین شو او په دې بریالی شوم چې کابل او نورو ښارونو ته خپل حاصلات مې وپیرل او ښه ګټه مې ترلاسه کړه.
د بغلان د کرنې ریاست د کرنیزوچارو آمرعبدالقهارستاري وویل: په زیاتو هڅو مو وکړی شول چې د خټکيو مچۍ له منځه یوسو.
هغه زیاته کړه چې د بغلان هنډوانه او خټکي حاصلات په تېره بیا د مرکزي بغلان په ولسوالۍ کې ګټوردي او زیاتره بزګران په دغه ولسوالۍ کې د هنډوانواو خټکیوپه کروندوکې د یوریا او دي ، پي ، آ له سرو او کرنیزو درملوڅخه استفاده کوي .
د هغه د څرګندونوله مخې، د بغلان د خټکیو او هنډوانو مزې د نورو ولایتونو د هنډوانواوخټکیو په پرتله ټوپیرلري له همدې کبله د بغلان هنډوانه او خټکي پاکستان ته هم صادرېږي.
ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته