ښوونه او روزنه

په بغلان کې د هيڅ ښوونځي دروازې د نجونو اوهلکانوپرمخ تړلې نه دي

کابل/ د وږي٢٢مه / باختر
په بغلان کې د اسلامي امارت د واکمنۍ له پيل سره په دغه ولايت کې د نجونو او هلکانو په ښوونځيو کې د زده کړې په برخه کې کوم بدلون نه دى راغلى.
د پلخمري د نجونو د حوا ليسې مرستيال احمدشاه د باختراژانس خبريال ته وويل: د پلخمري په حوا ليسه کې د زده کړې بهير د پخوا په شان دوام لري او د اسلامي امارت په رامځته کېدو سره زموږ زده کوونکي په ځانګړي توګه د ليسې زده کوونکي د پخوا په څېر په منظم ډول ټولګيو ته حاضرېږي او د دغې ليسې پر ښوونکي او زده کوونکي هيڅ ډول بنديز نه دى لګول شوى.
هغه زياته کړه چې د پلخمري د حوا ليسه ٣ زره ٥ سوه زده کوونکي لري چې دريو وختونو کې د١٢٠ ښوونکو له لوري لوست ورکول کېږي.
دغه راز په بغلان کې د پوهنې رييس مولوي محمد نورعزيزي په دغه ولايت کې د ښوونکو او زده کوونکو پرمخ د ټولو ښوونځيو د پرانستلو خبر ورکړ او ويې ويل؛ په بغلان کې ٥٦٦ ښوونځي فعال دي .
هغه زياته کړه چې په بغلان کې اوسمهال څه دپاسه ٢٩٢ زره زده کوونکي دي چې څه د پاسه ١١١ زره يې نجوني دي .
هغه وويل: موږ هڅه کوو په ښوونحيو کې د زده کړې ښه شرايط برابر کړو ترڅو نجوني او هلکان وکولاى شي په آرامه فضا کې خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.
\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته