خبرونهاقتصاد

په بغلان کې د وريښمو د چنچيو د روزني صنعت د پراختيا په حال کې دي

٤٢- کابل/ د سلواغې ٦مه/ باختر
د بغلان د کرنې او اوبو لګولو رياست د مالدارۍ او د څارويو د روغتيا د خدمتونو آمريت په دغه ولايت کې د وريښمو د چينجيو د صنعت د ودې په موخه په دوه جريبه ځمکه کې د توتانو د بڼ د جوړولو کار پيل کړى دى.
د بغلان د کرنې او اوبو لګولو رياست د مالدارۍ خدمتونو آمر ډاکتر تاج محمد د باختر آژانس خبريال ته وويل؛ د بغلان د شکرې فابريکې د پيله وري په ساحه کې په دوه جريبه ځمکه کې د توتانو د بڼ د جوړولو کار پيل شو.
هغه د توتانو د دغه بڼ د جوړولو موخه په بغلان کې د وريښمو د چنجيو د روزنې د صنعت وده او پراختيا وبلله او زياته يې کړه که څه هم په بغلان کې د د وريښمو د چنجيو د روزنې صنعت د روکود په حال کې دى خو دغه اداره هلې ځلي کوي چې د کاري شرايطو په برابرولو سره په بغلان کې د وريښمو د چينجيو د روزني صنعت پراختيا ومومي او خلکو ته کاري فرصتونه برابر شي.
هغه د کورنيو نه علاقمندي او له بله پلوه د هوا د حالاتو خرابوالى او د بازار نشتوالى په بغلان کې د وريښمو د چنجيو د روزنې د صنعت د ودې په لاره کې پراته خنډونه وبلل.
د بغلان د کرنې او اوبو لګولو رياست د مالدارۍ د خدمتونو آمر د بغلان د شکرې د فابريکې ساحه د پيله وري صنعت د پرمخ بيولو لپاره مناسبه سيمه وبلله او زياته يې کړه چې ياده اداره غواړي په بغلان کې د وريښمو د چنجيو د روزنې صنعت پراخ کړي.
د يادونې وړ ده چې د پيله وري صنعت زموږ په هېواد کې د لومړي ځل لپاره د سامانيانو د واکمنۍ په وخت کې په هرات کې رواج او وروسته نورو ولايتونو ته پراخ شو.
پاى \ ج \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته