روغتیا

په بغلان کې د يو روغتيايي کلينيک د ودانى د جووړولو کار پيل شو

کابل/د تلې ٢٤مه /باختر
په بغلان کې پرون د يو روغتيايي مرکز د ودانۍ د جوړولوکار پيل شو.
د بغلان دعامې روغتيا رياست وياندعبدالله ملنګ د باختر اژانس خبريال ته وويل: دغه کلينيک د قومي مشر حاجي طارق حسين خيل په شخصي لګښت د څه د پاسه اويا زرو امريکايي ډالرو په لګښت د پلخمري ښار د چشمه شير د حاجي هاشم په کلي کې په يوجريب ځمکه کې جوړېږي.
دهغه د څرګندونو له مخې، په ودانى کې ٨ خونې او نور ضروري ملحقات په پام کې نيول شوي دي.
د بغلان د عامې روغتيا رييس قاري خالد دحاجي طارق حسين خيل له مرستې مننه وکړه او ويې ويل: د دغه روغتيايي مرکز په جوړېدو سره د بغلان د چشمه شير د سيمې د خلکو روغتيايي ستونزې تر يوې اندازې پورې لرې کېږي.
د قاري هاشم د کلي اوسيدونکى امير ګل د دغه کلينيک جوړول د چشمه شير د سيمې د خلکوله اساسي ستونزوڅخه وباله اوزياته يې کړه چې د دغه کلينيک په جوړېدو سره د سيمې د خلکو روغتيايي ستونزې تر يوې اندازې پورې لرې کېږي.
ج – ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته