روغتیا

په بغلان کې د پولیو واکسین کمپاین پیل شو

کابل / د مرغومي ۲۸ / باختر
د بغلان د والي مرستیال ذبیح الله احساس د پولیو او یا د ماشومانو د فلج د واکسین کمپاین نن د یوماشوم په خوله کې د دوو څاڅکو واکسین څڅولوسره پيل کړ.
د بغلان د عامې روغتیا رییس ډاکترمحب الله حبیب د باخترآژانس خبریال ته وویل چې ټاکل شوې ده د پولیو واکسین په دغه کمپاین کې له پنځه کلنۍ څخه ښکته په ۳۰۱۵۳۷ ماشومانو په دریو ورځوکې واکسین تطبیق شي.
د بغلان د والي مرستیال د ماشومانو د فلج د واکسین له کمپاین څخه د یوملي بهیر په توګه یاد کړاو د دولت له مخالفینوڅخه وغوښتل چې د دغه بهیر په تطبیق کې رضاکارو ته لازمې آسانتیاوې برابرې کړي.
د یادونې وړده چې تېرکال په بغلان کې د پولیو وروستۍ مثبتې پېښې د ډنډ غوري په منګلوکلي کې ثبتې شوې وې او تراوسه کومه بله مثبته پېښه ثبته شوې نه ده.
پای-ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته