اقتصاد

په بغلان کې د پومبې حاصلات زیات شوي دي

کابل/دمرغومي ۲۸مه /باختر
په بغلان کې د پومبې حاصلات د تېرکال په پرتله زیات شوي دي.
د وړاندې شویو شمېرنو له مخې، په روان کال کې د بغلان له کروندو نږدې ۶۰۰۰ټنه پومبه ترلاسه شوې ده په داسې حال کې چې دغه شمېر تېر کال ۵۶۰۰ ټنو ته رسېدلې و.
دغه شمېر په بغلان کې د پومبې په حاصلاتو کې ۴۰۰ ټنه زیاتوالی ښیي.
د بغلان د کرنې او اوبولګولوریاست د ترویج مدیر عبدالمحمود غفوري باخترآژانس ته وویل: په داسې حال کې د پومبې حاصلات زیات شوي دي چې د تېرکال په پرتله سږکال د پومبې کرکیله لږه وه.
نوې کرنې ته زیاته پاملرنه د کرکیلې له نویولاروچارو سره د بزګرانو بلدتیا، بزګرانو ته د سلا مشورو او د کار وسایلو ورکول او د بوټو له آفتونو سره جدي مبارزه په بغلان کې د پومبې حاصلاتو د کچې زیاتوالي علتونه بلل کېږي.
زیاتره پومبه د مرکزي بغلان ولسوالۍ او د پلخمري په شا وخوا سیمو کې کرل شوې.
د بغلان پومبه زیاتره د افغانستان په کورنیوبازارونو کې پلورل کېږي.
د بغلان پومبه د ښه کیفیت له امله په افغانستان کې زیات پېرودونکي لري.
ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته