روغتیا

په بغلان کې د کرونا واکسین کمپاین پیل شو

کابل / د تلې / ۲۵ / باختر
د بغلان د عامې روغتیا ریاست د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنوي په خاطرنن په دغه ولایت کې د کرونا واکسین کمپاین پیل کړ.
د بغلان د عامې روغتیا ریاست ویاند عبدالله ملنګ د باخترآژانس سیمه ییزخبریال ته وویل : دغه ۲۵ ورځنۍ کمپاین په بغلان کې د کرونا ویروس د له منځه وړلوپه موخه پیل شوی دی.
د بغلان د عامې روغتیا ریاست مرستیال عبدالعلیم غفاري وویل چې دغه کمپاین د ۹ پنځه کسیزو ډلو د پلخمري ښارپه ۹ سیمواو ناحیوکې ترسره شوی دی.
غفاري د کرونا ویروس د واکسین تطبیق یې د دغه ویروس له امله د خلکو د مړینې د کمېدو په برخه کې مهم او اساسي رول وباله او زیاته يې کړه چې په بغلان کې د کرونا واکسین د تطبیق له پیل څخه تراوسه څه د پاسه ۵۰۰۰۰ تنه واکسین شوي دي.
د بغلان د عامې روغیتا ریاست مرستیال وویل چې د کرونا واکسین هیڅ ډول جانبي عوارض نه لري .
هغه د پلخمري له اوسېډونکوڅخه وغوښتل له فرصت څخه په استفادې سره پرځان او خپلوکورنیو د کرونا واکسین تطبیق کړي.
ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته