روغتیا

په بغلان کې د کرونا ويروس د واکسين کمپاين پاى ته ورسېد

کابل /دلړم ٣٠مه /باختر
د کرونا ويروس د واکسين د تطبيق کمپاين چې د بغلان دعامې روغتيا رياست پيل کړى و، پاى ته ورسېد.
د بغلان دعامې روغتيا رياست وياند عبدالله ملنګ د باختراژانس سيمه ييز خبريال ته وويل: په دې ٢٩ ورځنى کمپاين کې چې د نهو کاري ټيمونو له خوا د پلخمري ښار اودهغه د شاوخوا سيموپر ٤٥٤٠٤ تنو د کرونا واکسين تطبئق شوى دى.
هغه په بغلان کې د کرونا واکسين د کمپاين موفقانه تطبيق څخه د خوښي په څرګندونوسره وويل: دغه اداره وکولاى شو د عامې روغتيا وزارت، ديني عالمانواود قومي مشرانو په همکارى له ټاکلي هدف څخه په زياتو کسانو واکسين تطبيق کړي.
د يادونې وړده چې په تېرو ٢٤ ساعتوکې د کرونا ويروس د ٩٤مشکوکو پېښو له جملې څخه ١٢ پېښې مثبتې وې چې تر درملنې لاندې دي.
ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته