روغتیا

په بغلان کې د کويد ١٩ واکسين د تطبيق پروکرام پيل شو

– کابل/ د کب٦مه/ باختر
د کرونا ويروس واکسین لومړی پړاو نن د بغلان په کوید- 19روغتون کې پیل شو.
د بغلان د عامې روغتیا ریاست مرستیال عبدالعلیم غفاري د باختر اژانس خبريال ته وویل؛ په بغلان کې د کويد- 19 واکسین د تطبیق بهير په څلورو پړاونو کې ترسره کېږي.
په لومړي پړاو کې به پر ٤ زره روغتیایی کارکوونکو، او وروسته به پر امنیتي منسوبانو ، رسنیو ، پوهنې او د بغلان پر نورو اوسیدونکو تطبیق شي.

د يوبل خبرله مخې: د کرونا ويروس واکسین لومړی پړاو نن د په بلخ کې پیل شو.
د بلخ والي محمد فرهاد عظيمي د افغانستان خلکو په ځانګړي توګه د بلخ اوسيدونکو سره د هند هېواد له مرستې څخه مننه وکړه.
د بلخي ابن سينا د حوزوې روغتون رييس ډاکترغوث الدين انوري وويل چې په لومړي پړاو کې ١٢ زره پنځه سوه تنه واکسين کېږي.
هغه زياته کړه دغه واکسين په هر کس دوه ځلې تطبيقېږي.
پاى \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته