امنیت

څلور تنه وسله وال طالبان دپوليسو له خوا ووژل شول.

کابل – باختر دسلواغې دمياشتې ٧
څلور تنه وسله وال طالبان نن سهار په بدخشان ولايت کې دسيمه ييزو پوليسو
له خوا ووژل شول او دوه تنه نوريې ټپيان شول.
دبدخشان ولايت دامنيې قوماندانۍ دامنيت آمر سيد جهانګير کرامت باختر آژانس ته وويل :   دبدخشان ولايت دجرم ولسوالۍ د پل سوچ په سيمه کې طالبانو له سيمه ييزو پوليسو سره جګړه  وکړه چې په بهير کې يې څلور تنه وسله وال طالبان ووژل شول او دوه تنه نور ټپيان شول .
خبرځاى زياته کړه  :  په دې نښته کې دوه تنه سيمه ييز پوليسان هم ټپيان شوي دي چې د درملنې لپاره روغتون ته ليږدول شوي دي او روغتيايي مسوولينو  د ټپيانو روغتيايي حال مخ په ښه والي بللى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته