ټولنه

په بغلان کې له لسګونو سيلاو ځپلو کورنيو سره مرسته.

-کابلباختر د غبرګولي د مياشتې١٣
په بغلان ولايت کې له لسګونو سيلاو ځپلو کورنيو سره مرسته وشوه.
دغه کورنۍ د بغلان ولايت د بنو او خنجان د ولسواليو اوسيدونکي دي چې په دې وروستيو وختو کې د سيلاونو د راوتلو له امله زيانمنې شوې دي.
دبغلان ولايت له پيښو سره د مبارزې د ادارې سر پرست ضيا الدين د باختر اژانس خبر يال ته وويل چې په دغو مرستو کې وريجې ، لوبيا ، نخو د،غوړي ،اوړه ،خيمې ،شړۍ او ترپالونه شته چې د وروستيو سيلاونو دراوتلو له امله په اويا زيانمنو شويو کورنيو وويشلې شوې.
دغه کومکي انډي د نړۍ د خوړو د سازمان په مرسته برابر شوي و

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته