ټولنه

په قندهارکې د نيالګيو ايښودل پيل شول

کابل – باختر دکب دمياشتې اتلسمه
په قندهارکې د نيالګيو د ايښودلو پروګرام نن پيل شو.
دباختر آژانس دخبريال دخبرله مخې: په هغو مراسموکې چې له همدې امله په قندهارکې پرځاى شوي و؛ د قندهار والي توريالي ويسا دخبرو په ترڅ کې وويل: خلک بايد د نيالګيو د ايښودلو په پروګرام کې له قندهار ښاروالۍ او دکرنې او اوبو لګولو رياست سره همکاري وکړي او دقندهار هر اوسيدونکى د يوه نيالګى په ايښودلو سره د سمسورتيا لپاره خپله دنده ترسره کړي او د هوا دککړتيا مخه دې ونيسي.
په دغو مراسموکې د قندهار ښار وال وويل: څه ناڅه دوه مليونه ميوه لرونکي او ډولي نيالګي ددغه ولايت دکرنې او اوبو لګولو د رياست له خوا برابر شوي دي او ټاکل شوې ده يو مليون نيالګي د هوايي ډګر د عيدګاه جومات په شاوخوا او د قندهار ښار په واټونوکې کيښودل شي او يو مليون نوريې دقندهار ولايت ولسواليو ته ځانګړي شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته