روغتیا

په بغلان کې له کرونا ناروغى څخه روغ شويوکسانوخوراکي توکي ترلاسه کړل

کابل /د لړم ١٠مه /باختر
په بغلان کې د اغاخان پرمختيايي بنسټ د کرونا له ١٩ ناروغانو سره د خوراکي توکومرسته وکړه .
په بغلان کې د اغاخان د پرمختيايي بنسټ يومسوول ډاکترنوروز حسيني باختراژانس ته وويل چې د کرونا له ناروغى څخه له روغو شويوکسانوسره د مرستې هدف د بې وزلى له منځه وړل، د خوارځواکى مخنيوى او د ناروغانو پياوړتيا وبلله.
هغه زياته کړه، له کرونا ويروس څخه په هرروغ شوي اوړه ، غوړي ،لوبيا،وريجې ،بوره ، شېدې ،او صابون ويشل شوي دي.
د يادونې وړده چې د دغه بهيرله پيل څخه تراوسه پورې په بغلان کې پرڅه د پاسه ٦٨٠ناروغانو خوراکي توکي ويشل شوي دي.
-ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته