امنیت

په بغلان کې نشه يي توکي ترلاسه شول .

کابل _ باختر دوري ديارلسمه:
دبغلان ولايت پوليسو نن ددغه ولايت په مربوطاتوکې يوه زياته اندازه نشه يي توکي کشف او ضبط کړل
دبغلان ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال امين الله امرخيل دباختراژانس  خبريال ته وويل :دوه سوه پنځوس کيلوګرامه اپين دبغلان ولايت  دپل حصار ولسوالۍ دنوبهار په کلي کې په يوه موټر کې دپوليسو لاس ته ورغلل .
امرخيل زياته کړه، ددغه باروړونکي موټر چلوونکي چې نيول شوى دى  په لومړنيو تحقيقاتو  کې ويلي دي چې دغه توکي يې دقندهار ولايت ته ليږدول .
ويل کيږي چې په روان کال کې دا دبغلان په ولايت کې دنشه يي توکو دکشف اوضبط  پنځمه قضيه ده چې د پوليسو له خوا کشفيږي  او تراوسه پورې درې سوه لس کيلوګرامه نشه يي توکي کشف او ضبط  شوي دي او ددغو قضيو په اړوند شپږ تنه له دريو موټرونوسره نيول شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته