خبرونهامنیت

په بغلان کې يو پوليس شهيد شو

کابل / د مرغومي ۲۷ مه / باختر
يو پوليس په پلخمري ښار کې د ماين په چاودنه کې شهيد شو او د بغلان پوليسو د استخباراتو د مرستيال په ګډون دوه تنه نور ټپيان شول.
د بغلان د امنيې قوماندانۍ وياند احمدجاوېد بشارت باختر آژانس ته وويل: د پلخمري ښار د معدن پله ته څېرمه نن سهار د يو ماين په چاودنه کې يو ملي پوليس شهيد کړای شو او د پوليسو د استخباراتو د مرستيال فضل ربي په ګډون دوه تنه نور ټپيان شول.
هغه زياته کړه: د چاودنې په پايله کې يو رنجر موټر ويجاړ شو او د استوګنې کورونو ته هم زيان اوښتى دى.
د بغلان د عامې روغتيا رياست وياند عبدالله ملنګ د پېښې د ټپيانو روغتيايي حالت ښه وباله.
پاى \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته