روغتیا

په بغلان کې يو ګرځنده کلينيګ په فعاليت پيل وکړ

کابل/د تلې ٢٤مه /باختر
د بغلان دعامې روغتيا رييس په دغه ولايت کې د موبايل کلينيک لومړنى ګرځنده ټيم جوړکړ.
د بغلان دعامې روغتيا رييس قاري خالد د باختراژانس سيمه ييز خبريال ته وويل: د موبايل کلينيک دغه ګرځنده ټيم د بغلان د ډنډ غوري او د ډنډ شهاب الدين په سيمه کې د مير ستوپس د موسسې په همکارى فعاليت کوي.
په شمال ختيځ زون کې د ميرستوپس د موسسې د فعاليتونو همغږى کوونکى ډاکتر حبيب فورمولي د دغه ګرځنده کلينيک د جوړولو هدف ميندو او ماشومانو ته د روغتيايي خدمتونو وړاندې کول اود ميندواوماشومانود مړينې مخنيوى وباله.
د هغه د څرګندونوله مخې؛ دغه کلينيک د يوې ښځينه ډاکترې اودوو روغتيا پالانو په لرلو سره د التراسواند په دستګاه سره سمبال دى.
-ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته