خبرونهټولنه

په بغلان کې ٣٦٣ ټولگټې پروژې تطبيق شوې دي

٥٢- کابل /د ليندۍ ١٨مه /باختر
د بغلان د کليو د بيا رغاونې او پرمخيا رياست د څلورو پروګرامونوپه چوکاټ کې ٣٦٣ پروژې بشپړې کړې.
د بغلان د کليو د بيا رغاونې او پرمختيا رييس انجنير رسول عرفان د باختراژانس خبريال ته وويل په دغو پروژو کې چې د پلخمري ښارپه ګډون په ١٥ اداري واحدونو کې تطبيق شوي دي په سړکونو د کريړ اچول، د پلونو او پلګيو، استنادي ديوالونو، د اوبو رسولو د شبکو، د اوبو د بندونو او کانالونو جوړول شامل دي.
د بغلان د کليو د بيا رغاونې او پرمختيا رييس زياته کړه د دغو پروژو له جملې څخه ٢٤٧ پروژې د ولسي تړون په پروګرام،٧٣ پروژې د ساتنې اوڅارنې ،١٥ پروژې د کليوالي لارو د جوړولو ، ١٦ پروژې د اوبو رسولو او ١٢ نورې پروژې د ساحوي سمون په پروګرام پورې مربوط دي .
هغه د کارموندنې او د ښې حکومتوالۍ او دغه راز د خلکو د سيمه ييزو ستونزو د لرې کولوپه لاره کې د پروژو د تطبيق رول مهم او اساسي وباله او څرګنده يې کړه چې د دغو پروژو په تطبيقولو سره د سيمې د خلکو په سلو کې پنځه اويا ستونزې لرې شوي دي اود خلکو لپاره لازمې اسانتياوې برابرې شوي دي .
د بغلان د کليود بيا رغاونې اوپرمختيا رييس په نوي کال کې د ٥٥٠نورو نويو پروژو د کار د پيل يادونه وکړه او ويې ويل چې د دغوپروژو په تطبيقولوسره به د خلکو په ژوندانه کې مثبت بدلونونه رامنځته شي .
ختم_ ج _اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته