ټولنهروغتیا

په بغلان کې په صابون او اوبو د لاسونو مینځلو نړیواله ورځ ونمانځل شوه

کابل / د لړم٥/ باختر:
د بغلان د عامې روغتیا ریاست نن په بغلان کې د آغاخان پرمختیايي بنسټ د روغتیا ریاست په همکارۍ په صابون او اوبو د لاس مینځلو نړیواله ورځ ونمانځله.
د بغلان دعامې روغتيا رياست وياند عبدالله ملنګ د باختراژانس سيمه ييز خبريال ته وويل؛ په هغو مراسمو کې چې په همدې مناسبت جوړ شوى و د بغلان دعامې روغتيا رييس قاري خالد هجران د اسلام مبين دين له نظره د شخصي او چاپيريالي روغتيا ساتنې په باره کې خبرې وکړې او په صابون د لاسونو پر مینځلو ټینګار کوي.
دغه راز د پوهنې رييس مولوي محمد نورعزيزي، د آغاخان پراختيايي بنسټ د روغتيايي څانګې مشر ډاکټر کبير احمدزي او د قدس د لوړو زده کړو موسسې رييس مولوي جمال الدين هم د يادې موضوع په اړه خبرې وکړې او په ورځني ژوند کې د شخصي او د چاپيريال د پاکوالي رول مهم او ارزښتناک وباله.
\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته