خبرونهټولنه

په بغلان کې  کورنيو بيځايه شويو کورنيو  مرسته ترلاسه کړه

کابل/ د لیندۍ ۲۱مه/ باختر

د بغلان د مهاجرنيو او راستنيدونکو چارو رياست په  دغه ولايت کې له داخلي بيځايه شويو کورنيو  سره نغدي مرسته وکړه.

د بغلان د مهاجرينو او راستنيدونکو چارو رييس شريف الله شفق باخترآژانس ته وويل:

دغې ادارې  د اروپا اتحاديې په مالي مرسته  په دغه  ولايت کې  پر١١٣ داخلي بيځايه  شويو کورنيو په هرې کورنۍ ٢٤ زره  ٤سوه  افغانۍ  وويشلې.

هغه زياته کړه  دغه بيځايه شوې کورنۍ  له خواجه الوان، غوري ډنډ ، شهاب الدين ډنډ ،  د بالا دوري حسين خيل کلي او د مرکزي بغلان  ولسوالۍ له مربوطاتو څخه  په پلخمري ښارکې ځاى پرځاى شوي دي.

پاى \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته