امنیت

په بغلان کې یوه سړي خپله مېرمن ووژله

– کابل / د سلواغې ٢۷ مه / باختر
یوه سړي تېره شپه خپله مېرمن د بغلان په ده صلاح ولسوالۍ کې ووژله.
د بغلان د ده صلاح ولسوال فیض محمد امیري باختر آژانس ته وویل چې دغه سړي د ده صلاح ولسوالۍ په آهنګر کلي کې خپله مېرمن چې د درېو ماشومانو مور وه، د خپلو ماشومانو پر وړاندې ووژله او وژونکی په تېښتې بریالی شو.
د ښځو چارو ریاست مطبوعاتي مسوول محمد یونس رحیمي د دغې وژنې انګېزه کورنۍ تاوتریخوالی او بې وزلي بولي.
د رحیمي د څرګندونو له مخې؛ په بغلان کې په روان کال کې په ښځو چارو ریاست کې د ښځو پر وړاندې ۲۵۰پېښې ثبتې شوې دي چې ۱۰ یې ناموسي او ځان وژنې دي.
پای/شکریه

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته