کابل /د وري ١٢مه /باختر
د درېو ښوونځيو نوى ودانۍ نن په بلخ او نورستان ولايتونو کې پرانيستل شوې.
د باختراژانس خبريال د خبرله مخې؛ دغه ودانۍ د کليود بيا رغاونې اوپرمختيا وزارت د ولسي تړون د پروګرام له لارې د نورستان د وايګل په ولسوالۍ اود بلخ ولايت د خلم ولسوالۍ دعلي مردانبيګ او د چاربولک ولسوالۍ د آدينه مسجد په کليو کې جوړه کړې ده .
ويل کېږي د دغو ودانيو په پرانيستلو سره سلګونو زده کوونکو ته د ښې زده کړې زمينه برابره شوې ده .
ختم- ج- ا