امنیت

په بلخ کې۳۰ طالبان د خپل ماین په چاودنه کې ووژل شول

– کابل / د سلواغې ۲۵ مه / باختر
دېرش وسله وال طالبان نن سهار ۹ بجې او ۳۰ دقیقې د خپل ماین په چاودنه کې چې د بلخ په یو جومات کې رامنځته شوه؛ ووژل شول.
د۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند محمد حنیف رضایي باختر آژانس ته وویل چې دغه وسله وال طالبان د ماین جوړولو لارو چارو د زده کولو لپاره د بلخ د دولت آباد ولسوالۍ د قُلتاق کلي په جومات کې راټول شوي وو چې یو ماین وچاودېد.
رضایي زیاته کړه چې په دې پېښه کې د دغې ډلې د ۶ بهرنیو ماین جوړوونکو په ګډون ۳۰ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
د خبر جزئیات او د بهرنیو طالبانو هویت وروسته خپرېږي.
پای/ سعیده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته