خبرونهټولنه

په بلخ کې اووه تنه په يوه ترافيکي پېښه کې ووژل شول

کابل /د ليندى ٢٠مه /باختر
د بلخ په شولګرې ولسوالۍ کې له يو باروړونکي موټرسره د يوسراچه موټر د ټکر له امله پرون مازيګر ٧ تنه ووژل شول.
د بلخ د شولګرې ولسوالۍ د امنيې قوماندانۍ له جنايي جرمونو سره د مبارزې مدير د باختراژانس سيمه ييز خبريال ته وويل يو مسافروړونکى سراچه موټر چې د بلخ له کشندې ولسوالۍ څخه مزارشريف ښار ته روان و، د شولګرې ولسوالۍ په مربوطاتو کې له يو باروړونکي موټر سره ټکر وکړ چې له امله يې د سراچې موټر ٧ تنه سپرلۍ ووژل شوې او ٢ تنه نور ټپيان شول.
هغه زياته کړه د باروړونکي موټر چلوونکى او خاوند د پوليسو له خوا نيول شوي دي.
ختم _ج_اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته