ټولنه

په بلخ کې بېځایه شویوکورنیو مرسته ترلاسه کړه

– کابل / د تلې / ۱۹ / باختر
په بلخ کې پرون په څه نا څه ۳۰۰ بېځایه شویو کورنیو ته د لمریزې برېښنا ښېښې ووېشل شوې.
د باختراژانس خبریال د خبرله مخې، د مهاجرینوپه چارو کې د ملګرو ملتوکمیشنری دفتر څه د پاسه ۳۰۰ لمریزې ښېښې په بلخ کې په بېځایه شویوکورنیو ووېشلې.
د دغو لمریزو سولرونو په وېشلو کې د بلخ د مهاجرینو چارو رییس مولوي جمعه ګل محرز وویل : په دغو شرایطو کې چې بېوزلۍ او بېکاری زیات شوي دي د ژمي راتک هم په ټولنه کې یوبله ستونزه ده ، که دولت او همکارو بنسټونو په دې اړه پاملرنه ونه کړي انساني ناټار به رامنځته شي.
د مهاجرینو په چارو کې د ملګروملتو د سازمان د کمیشنری استازی فهیم همدرد د هېواد په شمال کې د بېځایه شویو کورنیو په خاطرد شته چلندونو په تاییدولوسره وویل: د دغې ستونزې د لرې کولوپه خاطرهلې ځلې دوام لري.
هغه زیاته کړه چې پرون په بلخ ، بغلان او فاریاب ولایتونو کې په بېځایه شویوکورنیو ۱۰۰۰ پایې برېښنايي سولرونه وېشل شوي دي.
د بلخ د مهاجرینوچارو ریاست وايي چې د هېواد په شمال ولایتونوکې څه د پاسه ۳۵ زره بېځایه شوي کورنی د مزارشریف ښارپه شا وخوا ساحوکې په اووه کمپونوکې شپې سبا کوي.
ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته