خبرونهټولنه

په بلخ کې ترافیکي پېښې ۲۵ تنه ټپیان کړل

۵- کابل / د سلواغې ٧ مه / باختر
په مزار – شبرغان لویه لاره کې تېره شپه په ترافیکي پېښه کې یو تن ووژل شو او ۲۵ تنه نور ټپیان شول.
د بلخ د امنیې قوماندانۍ ویاند عادل شاه عادل باختر آژانس ته وویل چې د دغه ولایت د چاربولک ولسوالۍ په مربوطاتو کې له یو باروړنکي موټر سره د یو مسافروړنکي بس د ټکر له امله یو مسافر ووژل شو او ۲۵ نوریې ټپیان شول.
عادل زیاته کړه چې ټپیان د مزارشریف روغتون ته ولېږدول شول چې په هغو کې دوه ښځې او یو ماشوم شامل دي.
پای/ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته